IQNA

پاکستان کښې د اسلامی مرسته سازمان او د عرب اتحادیه محکوم شوه

23:13 - January 31, 2015
د خبر لمبر: 2790556
خارجی څانګه: د دې هیواد بلوچستان ایالت کښې د فقه جعفریه غورځنګ پاکستان له اړخه د اسلامی مرسته سازمان او د عربو اتحادیه د رسول الله صلی الله علیه توهین په اړه چپتیا محکوم کولو لپاره لاریون پیل کړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فقه جعفریه غورځنګ د پاکستان د بلوچستان ایالتی مسؤل طارق جعفری، د اسلام خلاف د غرب سازشونه محکوم کولو سره ؤ ویل: غرب اراده کړی، ترهګر اسلام لمن پوری وتړی. که څه هم د پیغمبر صلی الله علیه و آله سیرت د دې څرګندوی دی چې د هغوی مبارکو ټول ژوند د ظلم، زور او زیاتی سره مقابله کښې تېر شوی. او نن هم هغه کسان چې د اسلام په نوم باندې ترهګری کوی، د پیغمبر صلی الله علیه و آله د طریقه او د هغوی د سنتو خلاف کار کوی، او د اسلام په ښودنو عمل نه کوی.

هغه زیاته کړه: د فرانس شمېره شارلی ابدو کښې د پیغمبر صلی علیه و آله توهین باندې د اسلامی مرسته سازمان او د عربو اتحادیه چپتیا یو ناولی او د شرمه ډک کار دې،څکه چې هغې یو بیانیه هم نه ده ورکړی، که چرې دې د اسلام پرمختګ غوښتونکې دی، او د اسلام عزت غواړی نو په کار دی د اسلامی هیوادونو مشران د اسلام او د پیغمبر صلی الله علیه و آله نه دفاع لپاره لاریون پیل کړی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2772375

captcha