قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ترکی شیعیانو(زینبیه) ویب پاڼه نه په نقل، شیخ صلاح الدین اوزګوندوز، د ترکی شیعیانو مشر په استامبول کښې د شیعیانو جومات نه خپلو خبرو کښې د تکفیری ډلې جنایات په سوریه کښې او د عربستان او قطر په یمن او بحرین کښې د ولسو غورځنګ ته اشارې سره وویل: دا دواړه هیوادونه د اسلامی نړۍ ستونزوی پیدا کوونکې دې.
د شیعیانو دې رهبر وویل: دې په موصل کښې په دې لنډو ورځو کښې د دغه ځې جوماتونه او کلیسا ته اور اچولې چې په کښې اوه زره کاله مخکېنی آثار په دغه موزه کښې دغه اور سره وسوځېدل.
هغه زیاته کړه: اوه زره کاله مخکښې خطی نسخه دې ترهګرو وسوځوله دا وحشی ځناور د اسلام په نوم، اسلامی آثار ویجاړه وی، په کار دې دا ترهګر د انسانښت، او د خپل دین او مذهب نه شرم وکړی، کوم مذهب دې ته دا اجازت ورکوی چې دارنګه کارونه وکړی، تر دې چې خوارج هم د دې په شان وحشی نه وو.
یادښتونه: د داعش ډلې په دې اخیرې ورځو کښې د موصل موزه ویجاړه کړی او په هغې کښې اسلامی او لرغونی آثار ویجاړ کړی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2939251