IQNA

لبنانی عالم: د سیمی هیوادونه د صهیونیسم او تکفیریانو نه د خطر غم زغمی

23:54 - April 28, 2015
د خبر لمبر: 3227342
نړیواله ډله: د لبنان شیخ حسن عبدالله، مفتی صور او جبل عامل تاکید کړی: شام، عراق، لبنان او نور هیوادونه د صهیونیسم او تکفیریانو نه د خطر غم زغمی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  «rtv.gov.sy»اطلاع رسوونکې بنسټ نه په نقل، شیخ حسن عبدالله په مراسمو کښې چې د لبنان «برج رحال» سیمه کښې پیل شو، وویل: رژیم صهیونیستی د ترهګرو او تکفیرې ډلو ملاتړ دی او دا رژیم د دې ترهګرو ډلې نه حمایت سره د اسلامی او عربی ولسو ویجاړولو او سیمه کښې صهیونیسم نړۍ ته تحقق ورکولو هدف لری.

هغه ادامه کښې د تکفیریانو له اړخه مسیحیان او د نورو مذهبونو خلک هدف کښې اخیستلو ته اشارې سره وویل: تکفیریان د رژیم صهیونیستی پروګرامونو عملیاتی سیمه ګرځه وی.

هغه د تکفیریانو له اړخه سیمه کښې پیدا شوی ستونزو ته اشارې سره وویل: اسلامی نړۍ دوه ترهګری سره مخامخ دې، د تکفیریانو ترهګری او د صهیونیسم ترهګری چې دا دواړه سیمې ته نه پوره کېدونکې نقصان ورکوی.

شیخ عبدالله حسن زیاته کړه: د منځنی ختیځ مسیحیان هم هغه رنګه چې د نړۍ صهیونیسم  له اړخه په هدف ګرځه ولې وو، نو نن د صهیونیستو له اړخه د تکفیریانو تهدید سره مخامخ دې.

دې لبنانی عالم دینی اقلیتونه هدف ګرځولو محکوم کولو سره څرګنده کړه: د دې ټولو اقدامات هدف د رژیم صهیونیستی امنیت او نورو هیوادونو کښې  بشپړه بې نظمی ده صهیونیست غواړی چې اسلامی نړۍ کمزورې کولو سره د سیمې قدرت منده هیواد کښې بدل شی.

شیخ حسن عبدالله غوښتنه وکړه چې صهیونیستی نور ښارونه جوړولو او د فلسطین نورې ځمکې نیولو ته پرې نه خولې شی او وې ویل: استکباری هیوادونه نن د شام خلک بې کوره کولو سره د فلسطینیانو بې کوره کولو تجربه چې قابو ۶۰ کاله یی اوشو چې بې کوره دې یو ځل بیا تکرار کړه.

هغه په اخیره کښې د اسلامی ولس موجوده حالاتو سره مقابلې لپاره ویښتیا باندې تاکید سره وویل: ځینې عربی هیوادونو د روڼو وژلو ته ادامه ورکړی چې دې وخت نورو ولسو د تمدن او پرمختګ لپاره مهم ګامونه اوچت کړی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3215547

captcha