قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم نه په نقل، د فلسطینی ادارې مشر محمود عباس پرون ایټالیا، واتیکان او فرانس ته خپل سفر شورو کړو.
هغه پرون د جمعه په ورځ د ایټالیا لومړي وزیر سره کتنه وکړه.
د فلسطینی اداري بهرنې چارو وزیر ریاض المالکی د ایټالیا خبرونو چینلو ته اعلان کړې چې محمود عباس پاپ سره کتنه کې د امریکې د سفارت له تل اویو نه قدس ته منتقل کېدو خطر په اړه خبري کوي.
المالکي هیله څرګنده کړه چې پاپ به د دې ستونزې په اړه خپل دریځ روښانه کوي او سختي سره به د امریکا ولس مشر ډونالډ ټرامپ ته خپل پیغام وړاندې کوي.
محمود عباس به اتبار په ورځ پاريس ته ځې، او همدغه ورځ به د صهیونیستی حکومت او فلسطین ګډون نه کولو سره منځني ختیځ کې سوله نړیواله کانفرانس پیل کېږي.
د جمعه په ورځ په واتیکان کې لومړي ځل د فلسطین سفارت د پاپ او محمود عباس شتون سره خلاص شو.
http://iqna.ir/fa/news/3562004