IQNA

د قرآن وخت نړیواله پروګرام نه د سینګاپوریانو استقبال

23:24 - August 22, 2017
د خبر لمبر: 3480646
نړیواله ډله: د قرآن وخت نړیواله پروګرام سره د عرفه په ورځ تړون لپاره د سینګاپوریانو ۱۰ بنسټونو اعلان کړي دي.
د قرآن وخت نړیواله پروګرام نه د سینګاپوریانو استقبال

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د NST خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، تېر کال د سینګاپوریانو ۷ بنسټونو د دې قرآنی پروګرام ګډون کوونکو د کوربه کېدو لېواله وو.

د سینګاپور مدنی موسسه اجرا مشر محمد جعفر امبک، وویل: د قرآن کریم وخت پروګرام د دې سپېڅلې کتاب اهمیت او ارزښت د مسلمانانو ترمنځه یادونې لپاره د ډېرو نه یوه مهمه لار ده.

هغه زیاته کړه: د دې پروګرام پيل کولو سره، هیله لرم چې د سینګاپور مسلمانان به د قرآن کریم زدکړو باندې عمل کولو او د هغې لوستلو ته تشویق شي.

دا پروګرام به د عرفه په ورځ، د یو ګېنټې قرآن کریم قرائت سره وې چې د مختلفو ټولنو خلک د قرآن کریم لوستل درک کړې او په هغې کې فکر لپاره ترغیب شي.

د قرآن وخت نړیواله کمپاین دې کال دویم ځل د مسلمانانو ترمنځه وحدت پیدا کولو هدف سره په مالیزیا کې پيل کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3632789

captcha