قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له بلژیک نه، دا غونډه د بلژیک شیعه اسلامی عالمانو اتحادیه په دعوت او د « بې له پولې عدالت» شعار سره د بروکسل په «لوکزامبورګ» میدان کې د اروپا اتحادیه ته مخامخ پیل شوه.
د مختلفو ملتونو مسلمانانو په دې غونډه کې ګډون وکړو او د میانمار د مسلمانانو وژلو محکوم کولو په اړه یی په فرانسی ژبه کې خپل شعار ورکړو او د داعش ترهګري محکوم کولو سره داعش یی ترهګر وټاکلو.
عربی، لبنانی، مراکشی، عراقی، پاکستانی، هندی، آفریقایی او یو شمېر ایرانی مسلمانانو د بروکسل په دې غونډه کې ګډون وکړو او په غیر اسلامی هیوادونو کې د مسلمانانو احترام او پر دین عمل کولو ازادی باندې تاکید وکړو.
د بروکسل د مهدیه مرکز د جومات امام حجتالاسلام سیدضیاءالدین صالحی خوانساری، چې پخپله هم د بروکسل په دغه غونډه کې ګډون کوونکو نه وو له دغې غونډې فلم او انځورونه ایکنا ته وړاندې کړي چې لاندې لیدلې شي: