قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Philippines Lifestyle خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د فلیپین استازو جرګې مسلمانانو کمېټې دغه بل تصویب کولو سره اخیرني تایید لپاره د جرګې استازو ته وړاندې کړو.
د آناک میندانائو سیاسي حزب استازې سیتی تورابین هاتامان او د حجاب ملي ورځ طرحه وړاندې کوونکې د حجاب نړیواله ورځ را تللو سره د فلیپین جرګې له اړخه د دغه بل تصویب کولو غوښتنه کړي.
د حجاب نړیواله ورځ د یو امریکایی فعال مسلمان له اړخه په کال ۲۰۱۳ کې د مسلمان حجاب لرونکې ښځو خلاف تبعیض باندې اعتراض او دینی ازادی باندې تاکید سره اعلان شو او د نړۍ له ډېرو سیمو مسلمانې ښځې هر کال د فروري میاشتې لومړۍ تاریخ باندې د حجاب لپاره پروګرامونه پیل کوي.
هاتامان وویل: حجاب د هرې مسلمانې ښځې حق دی، حجاب یواځې د جامو یوه ټوټه نه ده بلکې د ژوند تېرولو ډول دی، په قرآن کریم کې د حجاب ښکلا، وقار او اهمیت په اړه راغلې دي.
هغه زیاته کړه: په ټوله نړۍ کې لاهم ښځې د حجاب سره تبعیض او بد چلند سرخ مخامخ دی، ځنې پوهنتونو کې مسلمانانې طالبانې د حجاب نه منع کېږي.
هاتامان وویل: ځنې محصلانې له مجبورۍ له مخې دغه قوانینو ته غاړه کېږدې او نور ځنې درس او سبق پریږدې او دا د محصلانو دینی ازادی نه په څرګنده سرغړونه ده.
فلیپین کې د ملي حجاب ورځ ټاکل غلطو تصوراتو سره مقابله ده چې حجاب د ازادی خلاف او د ترهګري سره اړونده ګڼې. او همدارنګه د مسلمانانو ښځو تبعیض ودرولو لپاره هڅې او د دینی ازادی نه دفاع د دې حرکت یو بل هدف دي.
http://iqna.ir/fa/news/3648130