IQNA

جلال باد ښار کې څلور پرله پسې چاودنې شوي

22:46 - May 13, 2019
د خبر لمبر: 3482169
نړیواله ډله: چاودنې د جلال اباد ښار تالاشۍ چوک کې ماخوستن مهال شوي چې شل تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ایکنا راپور له مخې، د شمشاد ټی وي نه په نقل،  د ننګرهار والي ویاند په چاودنو کې څلور تنه وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي. عطا الله خوګیاني شمشاد ته وویل، چې د پيښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي. 
خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، د پيښې له ځایه ورته درې جسدونه او پنځه ویشت ټپيان ور وړل شوي دي چې په ټپيانو کې یو ماشوم هم شامل دی. 
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی. په دې وروستیو کې د ننګرهار امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی چې پر ځايي مسوولینو یې د خلکو نیوکې زیاتې کړي دي.
https://shamshadnews.com/index.php/news/1577-2019-05-13-15-41-30
captcha