IQNA

په افغانستان کې د انجونود زده کړومنع کیدا او ددې موضوع د حل لپاره د ایران وړاندیز (مقاله)

13:59 - December 25, 2022
د خبر لمبر: 3486651
ایکنا-(تهران)د ایران د خارجه وزیر سلاکار سید رسول موسوي،په شنبې ورځې په تهران کې د  افغانستان دسفارت سرپرست ته په بلنه ورکولو سره دافغانستان په پوهنتونونو کې د انجونو  دزده کړې د ځنډيدا په باب  د ایران  د دریځونو په بیانولو سره،په ایران کې د موجوده بیخ بینائيو څخه د استفادې او  د ویډیوئي لینک پشمول په مختلفو طریقو سره  دانجونو د زده کړې ددوام له مشکلاتو سره د حل لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان په پوهنتونو کې د انجونو محصیلینو د زده کړې په ځنډیدا باندې په اعتراض کې ددغه هیواد د محصیلینو له خوا د ؛  ټول یا هیڅوک ؛ په عنوان سره  کمپاین پیل شوی دی.

 دغه اقدام، په افغانستان کې د حکومتی او غیر حکومتي یا خصوصي  پوهنتونونو کې د انجونو محصیلینو دزده کړې په ځنډولو کې د طالبانو د موقتي حکومت په فیصلې د اعتراض ترټولو ولسی بڼه  ده. دافغانستان د طالبانود موقته حکومت د لوړو زده کړو وزارت په همداوروستیو کې  اعلان کړی دی،په حکومتي او خصوصي پوهنتونونو کې  دشرعي مسئلو د نه رعایت کیدا په دلیل  ئې د انجونې محصیلې به تر بلې اطلاع پورې  ددغه هیواد  پوهنتونونو ته د  تلو اجازت ونه لري. د طالبانو دغه فیصله چې  له ډيرو سختو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده ،  د افغانستان میرمنو او انجونو  حقوقو ته یو بل جدی ګوزار حسابیږي. پر دې اساس  دافغانستان دپوهنتونونو محصیلینو، پر انجونو د  پوهنتونونو د دروازو د خلاصولو لپاره پر طالبانو د عمومي دباؤنو په موخې سره،په ټولنیزو  چینلونو کې یو کمپاین پیل کړی دی.

 په افغانستان کې دپوهنتون یو استاد ډاکټر عبداللطیف نظري په دې باب وائي،زده کړې د هرښاریز هغه که هلک وي او که جینۍ  یو لومړنی حق دی  او هر حاکمیّت د ټولنې د  هرې پرګنې  دزده کړو لپاره د لازمې زمینې  برابرولو ته پابند دی.افغانستان او ددغه هیواد خلک په تیره ددغه هیواد میرمنې او انجونې  هم په چورلټ ډول له دې مستثنی نه دي . په همدې دلیل د انجونو  له زده کړو په منع کیدا باندې  په افغانستان کې د اعتراضونه،هره ورځ په مختلفو شکلونو سره په زیاتیدا دي.

پر دې سربیره په افغانستان کې د انجونو دزده کړو په ممناعت یوه اعتراض کونکې اجمیر سادات وائي،د افغانستان په نورو ولایتونو کې  هم ددغو اعتراضونو په پیاوړتیا کې کمپاینونه  پیلیږي. ددغه اعتراض کونکي محصیل په وینا،تر څو چې  دافغان  ښځو او انجونو محصیلینو ته د بیرته زده کړې  اجازت ورنکړل شي ، سړي  او هلکان به هم زده کړې بائيکاټ کړي. دغه شان مدني اعتراضونه،دا چې تر کومه حده  طالبان  د انجونو زده کونکو او محصلینو  د زده کړې په باب له خپل دریځه شاتګ  ته اړباسلی شي،دقیقي ارزونط  نشي کولی،البته هغه څه چې د افغانستان د ولس له نظره مهم دي،دا چې طالبان دیوه واکمن لوري په توګه  چې دتیر کال په اګست کې ددوهم ځل لپاره دیوې وسلوالې ډ لې په توګه  قدرت ته رسیدلي دیوه واکمن  لوری په توګه نه،بلکې  د یوې وسلوالې ډلې په توګه سیاست پر مخ بیائي،چې پکار ده  دیوه  هیواد او یوه ملت  ګټې او ملاحظات په پام کې ونیسي.ځکه د طالبانو فیصلې چې د انجونو محصیلو او زده کونکو پر تعلیم سربیره،په خصوصي او نړیوالو  شرکتونو او  این جي اوګانو کې  ئې د ښځو کارکول هم منع کړل، زیاتره  د یوه ملت د حکمرانۍ له عرُفه  لیرې د یوې ډلې او فرقه پالې فیصلې  غوره او اجرا کیږي.

د افغانستان د چارو یو تکړه کارپوه او لوړي شناندی سید حسین حسین مزاري  هم په دې باب وائي؛ طالبان تر دې دمه  باؤر نه لري چې  پر یوه داسې ژوندي ملت حکمراني کوي چې  دغه ملت  له میرمنو سره داړونده مسئلو پشمول په مختلفو برخو کې چې د افغانستان نیمه آبادي جوړوي، داسې مختلف ضرورتونه لري ، چې باید د میرمنو په مرستې  سره ترسره شي چې  په هغو کې روغتیائي  او طبي  بحث یوه مهمه برخه ده . ددغې موخې پوره کیدا  هم په لوړو مرکزونو کې د انجونو زده کړې او روزنې ته اړتیا ده . پر دې اساس ، د انجونو دزده کړو ددوام  مخنیوی، په دې زمینو کې ډیرې ویجاړونکي اغیزې شیندي.

په هرحال  که څه هم طالبان د مختلفو شرعي او فقهي  مسئلو په پلمه انجونې ښونځیو او پوهنتونونو ته  له تلو منع کوي،خو ددې موضوع فوری حل  هم  داسې کومه مشکله موضوع نه ښکاري. په هرحال په افغانستان کې انجونې زده کونکې او محصیلې مسلمانې دي او د افغانستان په حکومتي او خصوصي پوهنتونو  او ښونځیو کې  دخپل چلند څرنګوالی،د افغانستان د شرعیّت او دودونو سره په تناسب کې ترسره کوي. پر دې اساس،طالبان  ددغې موضوع  په اوږدولو سره  داسې ښکاري، له هغه ابتدائي پړاوه وروسته چې یو کال مخکې  راهسې ئې په افغانستان  کې اعمالوي،وړاندې کړی دی  چې د طالبانو د حاکمیّت پر څرنګوالی داخلی او نړیوالو له خوا منفی اغیزې شیندلی شي.

په عین حال د ایران اسلامی جمهوریت هم دافغانستان په پوهنتونونو کې د انجونو د زده کړې د د وام لپاره د زمینو د پياوړتیا لباره  خپل چمتووالی اعلان کړی دی.د ایران د خارجه وزیر سلاکار سید رسول موسوي  په خپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي،شنبې ورځې  ئې په تهران کې د  افغانستان دسفارت سرپرست ته په بلنه ورکولو سره دافغانستان په پوهنتونونو کې د انجونو  دزده کړې د ځنډيدا په باب  د ایران  ددریځونو په بیانولو سره ،  په ایران کې د موجوده بیخ بینائيو څخه د استفادې او  د ویډیوئي لینک پشمول په مختلفو طریقو سره  دانجونو د زده کړې ددوام له مشکلاتو سره د حل لپاره  د ایران د اسلامی جمهوریت  چمتووالی اعلان  کړ.

دغه تجروبه او د ایران په اسلامی جمهوریت کې د ښونې  دبیخ بینائي امکاناتو شتون، په افغانستان کې ځيني تعلیمي مشکلات او ستونزې حل کولی شي،څو  زده کونکې او محصیلیې  انجونې  ددغه هیواد په پوهنتونونو کې له زده کړې محرومې نشي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/10/03/2826075/%

captcha