IQNA

د کینیډا مسلمانان د کلیسا په ملګرتیا سره د نماز خانې خاوندان شول

14:36 - December 28, 2022
د خبر لمبر: 3486667
ایکنا-(تهران)د کینیډا د اوکوتکس ښار مسملمانان ددغه ښار د سترې کلیسا په مرستې او ملګرتیا سره د نمازخانې خاوندان شول.

ایکناخبری آژانس د سی بی سی خبری چینل له قوله راپور راکړ، د کینیډا د اوکوټکس ښار ځاي کلیسا په کلګری سیمې کې  یو ځاي ددغه ښار د مسلمانانو لپاره  یو ځای برابر کړی چې ددغه ښار مسلمانان پکې دخپلې جمعې لمانځه دستورې ترسره کړئ شي.

 له دې مخکې مسلمانان  مجبوره وو،د لمانځه او دعا لپاره  کلګري ښار یا هائي ریور ته سفر وکړي.

سید سهروردي  له کلګري څخه د لومړني جمعې لمانځه د کوربتوب لپاره  اوکوټکس ته لاړ او  دا ئې د خپلې ټولنې لپاره یوه تاریخي پيښه وبلله . سهروردي ووئيل، مونږد جمعې لمانځڅه د اداکولو لپاره پلانونه کوله  او په نهایت کې کلیسا  مونږ ته اجازت راکړ څو دغه ځای اجاره کړو.د ا اوکوټکس اوسیدونکی مسلمانانو آبادي په زیاتیدا ده ،پر دې اساس د لمانځه لپاره  یوې فضا ته ضرورت لري.

ددغې میاشتې په لومړیو کې په دغه ښار کې د لومړنی جمعې لمانځه لپاره کابو دیرش کسان موجود وو.

اوکوټکس ښار په البرتا ولایت کې واقع دی او د کلګري شاوخوا یو ښار حسابیږي.ددغه ښار آبادي کابو دیرش زره نفوس ښودل شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4110256/%D

captcha