ایکناخبري آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د دوه زره شلم میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په دریمه نیټه په داسې حال کښې چې د عراق د چارواکو په رسمي بلنه بغداد ته تللی وو د بغداد هوايي ډګر د باندې د امریکا د ترهګرو او تیریګرو پوځیانو په هوايي برید کښې د عراق د ولسي بسیج ځواک الحشد الشعبي له نائب رئیس ابو مهدي المهندس او اتو نورو ملګرو سره یوځاې شهید کړی شو.
شهید قاسم سلیماني«سید الشهدا مقاومت» له خپل برکت څخه د ډک ژوند په اوږدو کښې د اسلام د لښکر د قومندان په توګه ملیتونو ته له پام کولو پرته د مظلومو ملتونو د ملاتړ په لاره کښې د قران کریم او د اسلام د لوړتیا هڅه وکړه.
دغه لوړ مقام شهید د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان په توګه په عراق او سوریې کښې د داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې ته په شکست ورکولو کښې مهم رول درلود او کلونه کلونه یې په دغو دوو هیوادونو کښې د ولسي بسیج ځواکونو په منظمولو سره د دغو هیوادونو خلکو ته ارامښت او امنیت ډالۍ کړ.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د سردار سلیماني له شهادت وروسته په یوه پیغام کښې وفرمائیل د دنیا له اشرارو او شیطانانو سره د مبارزې په میدانونو کښې کلونه کلونه مخلصانه او زړوې هڅې او د خدای په لاره له کلونو کلونو ارزو وروسته بالاخره ګران قاسم سلیماني دغه لوړ مقام ته ورسید او د هغه پاکه وینه د بشر د تر ټولو ظالمو کسانو په لاس په ځمکه توې شوه.