ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د لبنان د کلتوري چارو زویر محمد وسام المرتضی د مقاومت د چورلیز د رسندوئي شهیدانو د درنښت په دستورو کې چې پرون په تهران کې د صداو سیما دغونډو په مرکز کې ترسره شوي،په دستورو کې د موجودو شهیدانو کورنیو ته د سلام او مینې په وړاندې کولو سره ووئيل، داد دنړۍ قانون اوقاعده ده چې مخالف سره موجود وي او پخپلو کې سره پيژني او له دې امله هرچرته چې نیواکګري وي، دهغو ضد یعني مقاومت به هم حاضر وي او دا یو الهي سنت دی چې هیڅکله زوال نه مومي.نو ځکه له درستو دښمنیو او حملو سره سره مقاومت ترڅو چې نیواکګري وي ،نو په صحنې کې به حاضر وي.
د لبنان د کلتوری چارو د وزیر په وینا،هماغه ډول چې په پوځي ډګر کې د مقاومتي چورلیز په ضد جنګ دوام لری، په رسندوئي ډګر کې هم ددوي په ضد دلوي جنګ شاهدان یوو او امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم په دغې لارې کې د مصنوعي اوسمارټ هوش پشمول له درستو ماډرن آوزارونو او امکاناتو څخه استفاده کوي. له یوه پلوه مخکې هم رسندوئي مقاومت هغه که د امکاناتو د تخریبولو د ودانیو دنړولو او دخبریالانو د شهادت له لارې وي او که ددوي د بندي کولو له لارې له پراخو ځپنو سره مخامخ ؤ.
هغه دخپلې وینا په پای کې ،د مقاومت د رسندویو د ملاتړ ددایمي کمیټې له جوړولو خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
د ؛اویان مقاومت؛ په عنوان سره د مقاومتی چورلیز درسیندوئي شهیدانو د درنښت لومړنی یاد اوخاطره ،دکب دمیاشتې په اته سهار وختي دتهران د صدا وسیما د غونډو په هال کې د ایران،عراق،یمن،سورئې،افغانستان،فلسطین او لبنان د رسندوئي شهیدانو د کورنیو په شتون سره ترسره شو.
https://iqna.ir/fa/news/4124776