IQNA

ایران او عربستان د دوه اړخیزو اړیکو د بیرته پیلولو لپاره سره پخلا شول

6:25 - March 11, 2023
د خبر لمبر: 3487014
ایکنا-(تهران)د ایران اسلامی جمهوریت او سعودی عربستان پاچائۍ سره موافقه کړې ده ،کابو تر دوو میاشتو پورې  خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پيل کړي او سفارتونه او نمایندګۍ پرانیزي.

ایکنا د صداو سیما له قوله راپور راکړ،بیجینګ ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي د سلواغې د میاشتې په سفر پسې د ملی امنیت او بهرنی سیاست د لوړې شورا منشي علی شمخاني هم د کب دمیاشتې په ۱۵نیټه د ولسمشر د سفر د موافقو،د تعقیبونې په موخې سره  او دغه راز د تهران او ریاض ترمینځ د خپل مینځیو  موضوعګانو د نهائي حل په خاطر  له خپل سعودي همڅنګ سره کوټلي خبرې اترې پيل کړی.

ددغو خبرواترو په پای کې پرون یعنيد کب د میاشتې په نولسمه نیټه په بیجینګ کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د نماینده  او دایران د  ملی منیت  د لوړې شورا دمنشي علی شمخاني، د عربستان د  ملی منیت د لوړې شورا د سلاکار او د وزیرانو د شورا غړي  او مرستیال وزیر  مساعد بن محمد العیبان  او د چین د کمونیست ګوند دمرکزی کمیټې دسیاستی دفتر د مسئول  او د ډیموکراټیک چین دحکومتی شورا غړي او د ګوند بهرنیو اړیکو دمرکزی کمیشن د دفتر مشر وانګ یی په لاسلیک سره په بیجینګ کې درې اړخیزه اعلامیه  خپره شوه.

په دغې اعلامیې کې راغلی دي ،د ایران داسلامی جمهوریت او د سعودي عربستان د پاچائۍ د اړیکو دپراختیا په ملاتړ کې د چین ډيموکراټيک جمهوریت د ولسمشر شی جین پینګ  دغوره نوښت په ځواب کې د ښه ګانډيتوب  د اصل په اساس او د د متقابلو اصولو او نړیوالو قوانینو اوقواعدو او حد اوحدود پيژندلو  او درعایتولو  او نړیوالو اصولو  او اسلامی ملګرتیا موسیسې  د منشور په دغه راز د ورورلۍ  دپيوندونو په اساس د ډيپلوماسۍ د خبرواترو له لارې د اختلافاتو له حل سره ددواړدو هیوادونو د ګروهنې او  د غه راز د  ایران داسلامی جمهوریت  او دعربستان د پاچائۍ ترمینځ دخبرواترو دترسرهکیدا او ملاتړ او په کوربتوب کې د دواړو هیوادونو له مشرانو سره د دوي موافقې ته په پام او د چین دخلک ډيموکراټيک  هیواد په کوربتوب  او ددواړو هیوادونو د لوړپوړو پلاؤ په شتون سره د کب د میاشتې له پنځلسمې تر نولمسې نیټې پورې په بیجینګ کې کوتلي خبرې اترې  او مشورې  او بحثونه وشول.

دواړو لورو همداراز د دوی ترمینځ د خبرواترو د پیلولو او کوربتوب کولو په خاطر د عراق وعمان هیوادونو هم منننه او قدرونه وکړه او دغه راز ئې اوس د چین دکوربتوب  او د خبرواترو یوې نتیجې ته په رسولو کې د کوربه هیواد د زیار اوهڅو هم ستاینه اومننه وکړه.  

د ایران او عربستان د پلاؤ ترمنیځ  د تیرو کوټلو خبرواترو په نتیجې کې  دواړو لورو موافقه کړې  چې کابو دوو میاشتو کې به خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پيلوي او  سفارتونه اونمایندګۍ به پرانیزي. همداراز به ددواړو هیوادونو خارجه وزیران  ددغې فیصلې د اجرا  او دسفیرانو دمبادلې  لپاره د ضروری تمهیداتو دترسره کولو لپاره  له یوه بل سره لیده کاته هم کوي.

دواړو هیوادونو  د ۲۰۰۱کال په اپریل کې د لاسلیک شوو امنیتی ملګرتیاؤ د موافقې  د اجرا په زمینې کې د یوه بل په کورنیو چارو کې دنه لاسوهنې  او حاکمیّت ته په احترام کولو باندې په ټينګار سره د شوو علمی ،کلتوري ،اقتصادي ، تجارتي ، پانګونې ،تخنیکي ،سپورټي  ملګرتیاؤ دعمومی موافقې په اساس خپلې اړیکې بیرته پيلوي اوددغو  اړیکو د پراختیا او د ورورولۍ  او ښه ګاونډيتوب  اصولوپه رعایتولو سره به راشه دیرشه بیرته عادي حالت ته ګرځوي.

د اعلامیې په پاي کې چین ،ایران او عربستان  درو واړو هیوادونود سیمه ایز او نړیوال امنیت او سولې د پياوړتیا لپاره د ټولو هلوځلو دکارولو لپاره خپله پریکنده اراده او هوډ هم اعلان کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4127211/%D8%AC%D8%B2%D8%A6%DB%8C%D8%A  

captcha