ایکنا د العالم له قوله راپور راکړ، دپاکستان دپنجاب صوبې په راولپنډئ په یوه مشهور بازار کې په لسګونو کسان پخپلې خوښې سره په ګډه د روژتیانو لپاره په تیره بیا بې وځله او پلو کسانو لپاره د روژماتي بندوبست کوي.
ددغه پروګرام یوه مسئول محمد ذوالفقار وائي ، کله مو چې د سږکال دروژې دمبارکې میاشتې لپاره مقدمات برابرول ،خو متوجه وو چې د خوراکي شیانو بیّې ډيرې لوړې دي . دمونږ هدف دا دی چې هره ورځ باید اوه سوه کسانو ته روژماتی ورکړو،خو ورځ تر بلې باید ددغو خوړو شمیر نوره هم زیات کړو.
د بیّو زیاتیدا او اقتصادي بحران د خلکو داخستو طاقت ورڅخه سلب کړی او ساډوبی ئې رامینځةکړې ده او د پاکستان حکومت له بې وځله کورنیو سرهد مرستو دپيکیجونو په وړاندې کولو او د بیّو په کمولو سره هڅه کړې څو په دغې برکتناکې میاشتې کې د خلکو د مشکلاتو پيټی تر یوه حده کم کړي .
د پاکستان مسلمانان چې ابادي ئې کابو یو سل پنځه اویاؤ کسانو زیاته شوې ده، ګروهمن دي چې د ځاي ساده خوړو او میټایانو په برابرولو سره چې باید د روژماتي پر دسترخوان موجود وي ،د روژې دمبارکې میاشتې اهمیّت او ځانګړنې دوه چنده کوي او له برکتونو او عبادتونو ئې برخمن کیږي. د پاکستان زیاتره جوماتونه په روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن دختم د دستورو لیواله دي او روحانیون اوعالمان هم ګروهمن دي چې ماشومان هم په جوماتونو کې د قرآن آیتونه او سورې حفظ کړي.
همداراز د پاکستان په میلیونونو مسلمانان د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعه هم د یوم القدس په توګه لمانځي او په جوماتونو او سرتو عبادتځایونو کې تر سهار پورې دعاګانې کوي او دغه راز په دغې ورځې د قدس په نامې سره میلیوني لاریونونه هم ترسره کوي.