IQNA

د مالک اشتر عهد نامه د بشري حقوقو له اصولو ډکه ده

11:34 - April 09, 2023
د خبر لمبر: 3487155
ایکنا-(تهران) نوی مسلمان شوي جاپانۍ میرمن  اتسوکو چې فاطمه هوشینو نامه ئې غوره کړې،د ؛ نهج البلاغه د  ژوند کتاب؛نومې سمینار کې په نهج البلاغې کې دحضرت امام علیه السلام د قولونو فصاحت اوبلاغت ته په اشارې سره د مالک اشتر عهدنامه د بشری حقوقو په زمینې کې ډير اهمیّت لرونکي وبلله.

ایکناخبري آژانس راپور راکړ، د روژې دمبارکې میاشتې په مناسبت د ؛نهج البلاغه د ژوندون کتاب ؛نومې سمینار د جمعې په ماښام د قرآن کریم  په دیرشم نړیوال نندارتون کې د نهج البلاغې دلوستنې دغورځنګ په سټال کې  ترسره ش.

د جاپان یوه تازه مسلمانې شوي میرمن اتسوکو چې فاطمه هوشینو نامه ئې غوره کړې ، او دعراق له کردستانه شیخ بهاءالدین النقشبندي ددغه سمینار ویناوال وو.

میرمن فاطمه هوشینو په دغه سمینار کې پخپلې وینا کې دخپل ژوند  کیسه او  د اسلام له دین سره د ګروهنې  څرنګوالی بیان کړ.

میرمن هوشینو ددې خبرې په کولو سره چې په پيل کې دی دبودائي دین پيروکاره وه ووئيل،ډير جاپانیان په یوه  وخت دوه دینونه لري، یعني په عین حال کې بودائي دي او له شیتو دینه هم پيروي کوي.ما له هماغه پیله یوه حساسه روحیّه درلوده او له خلکو به مو مختلفې پوښتنې کولې ،خو په هغو دینونو کې چې مې پيژندل زمان دپوښتنو ځواب مو پيدا نه کړ. له انجیل او دکلیسا له دستورو سره هم بلده شوم ،خو احساس مو کاوه چې مسیحیّت هم زما تولو پوښتنو ته ځواب نشي راکولی.

فاطمه هوشینو

د جاپان دغې تازه مسلمانې شوي میرمنې په دوام کې ووئيل، زه په پیل کې چې مسلمانه شوم جنوبی کوریا ته مو سفر درلود،هلته یوه کس راته ووئيل، چې دعراقیانو اوایرانیانو مسلمانانو خبرو ته ډير غوږ مه ږده، په پيل کې خپه شوم خو بیا په اسلام کې د مذهبونو په توپير پوهه شوم او په حساسیّت سره  دغه موضوع وسپړله.

فاطمه هوشینو روښانه کړې، یوه هغه موضوع چې په نهج البلاغې کې ئې ځان ته د ما توجه جلب کړه،مالک اشتر ته د حضرت امام علی علیه  السلام لیک ؤ. حضرت علی (ع) په دغه لیک کې حتی دخداي دبندګانو پهتوګه د دښمنانو دحقوقو په رعایتولو هم ټينګار کړی دی. ټول انسانان په یوه صف کې ویني او  د نسان شونې  په اصل کې هیڅ توپير نه کوي.

عهدنامه مالک اشتر سرشار از مبانی حقوق بشری است /  در حال تکمیل

هغې په دوام کې ووئيل، مالک اشتر ته دحضرت امام علی(ع) لیک د نیّت له خلوصه ډک دی او د انسان  دتاریخ ترټولو عادل لیک په توګه معرفی شوی ،خو په جاپان کې ډير په دې موضوع خبر نه دي.فاطمه هوشینوعهدنامه مالک اشتر سرشار از مبانی حقوق بشری است /  در حال تکمیل

دغه تازه مسلمانه شوي جاپانۍ د اسلام له دین سره دخپلې آشنائۍ دڅرنګوالي په باب وائي،ما د هغې واقعې په باب چې په امریکا کې پيښه شوه ،د اسلام په باب مو څيړنې پيل کړې او هغه واقعه د ستمبر د یولمسې  نیټې پيښه وه.

عهدنامه مالک اشتر سرشار از مبانی حقوق بشری است /  در حال تکمیل

https://iqna.ir/fa/news/4132157

 

captcha