IQNA

د اردن ستر پادري؛ د قرآن سوځول له مقدساتو او ارزښتوننو څخه د وتلو ښودنه کوي

15:44 - July 02, 2023
د خبر لمبر: 3487565
ایکنا-(اردن) د اردن دګډ ژوند د ادارې مدیر پادری نبیل حداد په یولړ څرګندونو کې ووئيل،دغه اقدام یو ښکاره سپکاوی دی چې شر او کینه خوروي او د نفرت خورونکو افراط پالو دغه سپير اقدام له ټولو ارزښتونو وتلی او په مقدساتو حمله ده .

ایکنا د الرائ له قوله راپور راکړ،د اردن دګډ ژوند مدیر پادري نبیل حداد دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئيل،دغه ځيږ او سپک اقدام  چې د کینې ،کرکې او نفرت ښودنه کوي، درز او کرکې   دودوي  او داسې جنایت دی چې د قربانۍ دلوي اختر  ددرنښت او دستورو په وخت کې د مسلمانو وروڼو  احساسات ئې داغي کړي دي.

هغه زیاته کړې ده،دغه اقدام یو ښکاره سپکاوی دی چې  شر او کینه خوروي  او د نفرت خورونکو  افراط پالو دغه سپير اقدام  له ټولو ارزښتونو وتلی او په مقدساتو حمله ده .

ددغه لوي پادري په اعلامیې کې ټينګار شوی دی  له اردن  څخه  هغه ګډژوند او غږملتیا چې مونږ ټول پکې یو موټی  ژوند کوو او یو ملت یوو،دغه کینه کښ حرکت چې د مسلمانو وروڼو  احساسات ئې لمسوَلي دي ، په کلکه محکوموو.

نبیل حداد همداراز ووئيل دغه سپک حرکت وښودله چې عاملان ئې  هغه باؤر او کړچار ته له پامه پرته چې  ئې لري، دمونږ ټولنې  په خپلو دغه ډول سپیرو او بې ارزښته  اقداماتو سره ککړوي. باید له دغه ډول  اقداماتو سره هیوادونه او ټولنې پریکنده چلند وکړي او د هرډول سپکاوي په وړاندې مسئولانه دریځ غوره کړي ،ځکه چې  شرغواړي اقدامات نه یوازې پخپل  چاپيریال کې تاؤتریخوالی او نفرت پراخوي،بلکې پر نورو نړیوالو ټولنو  به منفي اغیزې هم وشیندي.

  https://iqna.ir/fa/news/4151937

captcha