IQNA

د افغانانو په ګډون۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي

16:58 - September 16, 2023
د خبر لمبر: 3487961
ایکنا – (نړۍ) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، یادې ادارې ویلي، په نړۍ کې د خوړو لپاره اړتیا داسې مهال زیاته شوې چې د بشري مرستو لپاره بودجه په کمېدو ده.

د خوړو نړیوال پروګرام اجراییه مشرې «سینډي مککین» د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، د بودجې د کموالي له امله، دغه اداره اړه شوې چې له میلیونونو کسانو سره د خوړو مرستې بندې کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

یاد پروګرام پر ټوېټر پاڼه لیکلي، د بودجې د کموالي له امله، په افغانستان کې بشري مرستو ته له اړو ۱۳ میلیونه وګړو څخه دوی یوازې له درې میلیونه کسانو سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو، چې په بېړنۍ توګه یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې خپلو بشري فعالیتونو ته دوام ورکړي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i138598

captcha