ایکنا دالوفد له قوله راپور راکړ، د د مصر د سترو او غوره قاریانو تلاوت به د وارش نافع په روایت سره د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ نیټه د شنبې په ورځ د قاهرې په امام حسین (ع) جومات کښې ترسره شی.
دغه پروګرام به د مصر د یوه غوره او نامتو قاری احمد احمد نعینع تر نظر لاندې ترسره شي.
په دغه پروګرام کې په ګډون کونکو کې ،شیخ طا النعمانی،شیخ یوسف قاسم حلاوة،شیخ فتحی خلیف، شیخ محمود عبدالباسط الحسینی،شیخ محمود علی حسن،شیخ محمد فتح الله بیبرس.شیخ احمد تمیم المراغي ،شیخ محمد حسن الصعیدي ،شیخ عید ابوعشرة او شیخ محمد الصعیدي شامل دي .
دغه پروګرام د انعام سورې په ۲۶آیته سره، إِنَّمَا يَسْتَجِيبُ الَّذِينَ يَسْمَعُونَ وَالْمَوْتَى يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ ثُمَّ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ) او د قرآن کریم او جوماتونو د چارو دمرکزي ادارې دمشر شیخ سید عبدالمجید تر نظر لاندې پیلیږی.