IQNA

مسلمانان دې د قدس شریف په آزادولو کې سستی او لټي ونه کړي

8:22 - October 14, 2023
د خبر لمبر: 3488103
ایکنا-(قم) د یو ستر دیني مرجع آیت الله جوادي آملی دفتر په یوې اعلامیې کې روښانه کړې ده؛ پر ټولو مسلمانانو لازمه ده چې د قدس مقدس  دآزاولو لپاره راپورته شوي د پتمنو غوښتې سره په مرستو کې دې لټي ونه کړي.

ایکنا د آیت الله جوادي آملی ددفتر له قوله راپور راکړ،د تقلید دغه ستر دیني مرجع دپنجشنببې په شپه د یوې  اعلامیې په خپرولو سره د فلسطین له مظلوم مسلمانانو سره  دمرستې ضرورت ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ، پر ټولو مسلمانانو فرض ده چې د قدس شریف د آزادۍ لپاره دې هڅه وکړي او کومه لټي ورڅخه ونشي.

د تقلید ددغه ستر مرجع په اعلامیې کې راغلي دي ، اسلام چې نړیوالو ته ئې د عدل  احیاء او حیات بخښونکي انسانی حقوق ورښودلي دي ، په اوسنیو سختو شرائطو کې  اجازت نه ورکوي، د فلسطین مظلو او مجاهد مسلمانان یوازې پاتې شي.په همدې خاطر پر ټولو مسلمانانو فرض ده چې د قدس مقدس د آزادولو  او د فلسطینیانو د ژوند د ساتلو لپاره   ددغو راپورته شوو پتمنو  سره هر ډول مرسته وکړي او پخپلو دندو کې دې هیڅکله هم لټي نه کوي. 

 ومن الله توفیق و السلام علی من اتبع الهدی .....

https://iqna.ir/fa/news/4174952

captcha