ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله رآپور راکړ، د usa today، انټرنیټي سایټ راپور ورکړی، د نیوجرسی ایالت لوي څارنوال مټ پلاتکین په یولړ څرګندونو کې ووئيل، چې مقتول حسن شریف نومید او په چارشنبې ورځې د څو ډزو له امله زخمي شوی چې روغتون ته منتقل شوی خو د سختو ټپونو له امله ئې سا ورکړه.
پلاتکین ووئیل، تراوسه پورې ددغه جنایت انګیزه نه ده معلومه ، خو هغه شواهد چې تر دې دمه ئې غونډ کړي دي ،داسې څه نه ښئ چې ګوندې ددغه جنایت انګیزه کومه ترهه ګري یا توکمپالنه وي.
د نیوجرسي لوي څارنوال ووئیل، نړیوالو پيښو او تعصب پارؤنکو پيښو ته په پام سره چې په درست نیوجرسي ایالت کې ئې ډیری ټولنې په تیره بیا د مسلمانانو ټولنه تجروبه کوي ،اوس ډیری کسان زیاتیدونکي ویره احساسوي.
د امریکا په نیوجرسي ایالت کې له ټولې آبادۍ کابو درې لکه مسلمانان ژوند کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4191913