IQNA

په سویډ کې د اختر په ورځ بیا د قرآن کریم سپکاوی ،آخر تر کومه ؟

14:57 - April 11, 2024
د خبر لمبر: 3489034
ایکنا -  د  روژې دمبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر په ورځ د سویډ په سټاکهم کې دیوه جومات په وړاندې په داسې حال کې چې خلک  داختر لمونځ ادا کوي، پولیسو دوو کسانو ته بیا د قرآن کریم د یوې نسخې د سوځولو اجازت ورکړی او دغه جنایت بیا ترسره شو.

ایکنانیوز د الکومبس  له قوله راپور راکړ،په داسې ورځ  چې په سویډ کې مسلمانان  دنیکرغه اختر جشن لمانځي ، دوه کسان د سویډ په پلازمینې سټاکهم کې  له پولیسو  مجوز ترلاسه کوي، څو د سټاکهم  دیوه جومات په وړاندې  دخلکو په غونډيدا سره  آسماني کتاب قرآن کریم یوه نسخه وسوځوي.

په هغه ځاي کې د پولیسو دمامورانو  په شتون سره دوو کسانو ته ددغه جنایت په وخت دعمومی غونډې د ترسره کیدا  اجازت هم ورکړل شوی دی.

ددغه جومات  مسئولانو  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  د سویډ د پولیسو له خوا دددغه شان مجوز په صادریدا هغه هم د نیکمرغه اختر په ورځ، ناامیدي ښکاره کړې او وئیلي ئې دي ، چې دسټاکهم پولیس په دغه جنایت کې شریک دي. دا دوهم کال دی چې یو کس د یوه ترټولو مهم اسلامی اختر په ورځ  چې د ټولو مسلمانانو دخوشالۍ  او د یوه میاشتې روژو د ساتلو د جایزې دترلاسه کولو اختر دی ،، دجومات  د کتونکو  دسترګو په وړاندې  د قرآن پاک یوه نسخه سوځوي،دا د مونږ لپاره د  منلو وړ نه ده  او  همداراز په دې اندیښمن یوو  چې  د  جوماتونو په وړاندې په اسلامی چټیانو کې د قرآن کریم د سپکاویو کار په یوې نوي شخړې بدل شي.

ددغې اعلامیې په یوې بلې برخې کې  راغلي دي ،  په وروستیو میاشتو کې  دسټاکهم  جومات  د  نفرت او کرکې له امله  د ډول ډول جرمونو له خطرو سره  مخ دی . د جومات په کړکیو باندې په  کرتو سپک لیکل شوي او کړکي مات کړئ شوي دي، دروازې ئې ماتې کړئ شوي دي  او ددروازو په وړاندې ئې د  مات صلیب نښې ځوړند کړئ شو ي دي  او  جومات ته د ډول ډول نفرت خورونکو پیغامونو باندې مشتمل  لیکونه لیږل شوي دي. مونږ شاهدان یوو چې د مسلمانانو په ضدڅرنګه توکمپاله  اجتماعي فضا لاسخته شوې ده . د قرآن کریم د نسخې سوځول  دیني آزادۍ ته یو بل ګوزار  دی .دغه شان توکمیزې او کرکیجنې غونډې او هغه هم د یوه جومات په وړاندې چې مسلمانان پکې داختر لمونځ ادا کوي، د ګډ سوله ایز ژوند  او  احترام او همدردرۍ په زمینې کې د مونږ دګډو  ارزښتونو سره په تضاد کې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4209904

captcha