د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون چې اوس په لبنان کې شتون لري. احتمال ورکړې کېږی چې د لبنان د حزب الله پارلیماني ډلې سره د په بیروت ښار کې د فرانس په سفارت کې کتنه او خبري اترې وکړي.
په هم دې اړه، د لبنان النهار ورځپاڼې راپور ورکړ چې د فرانس ولسمشر په بعبدا ماڼۍ کې به د حزب الله له ډلې سره کتنه نه کوي بلکې دا کتنه به د الصنوبر په ماڼۍ کې ترسره شي.
د فرانس ولسمشر نن د بیروت د بندر له سختې چاودنې وروسته د لبنان پلازمینې ته راغلې و د خپل لبناني سیال په ګډون د لبنان له یو شمیر لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.
لبنان ته د خپل سفر او د ولسمشر میشل آون سره د لیدنې پر مهال، ماکرون د لبنان له اقتصاد سره د مرستې ژمنه وکړه.
3915161