IQNA

زیارتوالو د حضرت امام موسی کاظم(ع)دحرم په لور پلی لاریون وکړ(انځورونه)

15:35 - February 15, 2023
د خبر لمبر: 3486905
ایکنا-(تهران) په عراق کې د اهل بیت و طهارت علیهم السلام مینه وال له تیرو څو ورځو راهسې په پلی لاریون سره ، د حضرت امام موسی کاظم(ع) د شهادت د ویرجنودستورو کې دګډون  او زیارت لپاره  دکاظمین په لور روان دي.

ایکناخبري آژانس د الفرات نیوز له قوله راپور راکړ،دعراق له داخل اوبهره  دزیارتوالو ستر  او ولولناک ټول د رجب د میاشتې په۲۵نیټه د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام دشهادت د کلیزې  په مناسبت د کاظمین په میلیوني لاریون کې ګډون وکړ.

په راپور کې وئيل شوي دي ، زیاتره زیارتوال دعراق دمرکزي او جنوبی ولایتونو دي چې غواړي ،په کاظمین کې دحضرت امام موسی کاظم (ع) دشهارت په دستورو کې ګډون وکړي

د عراق میلمه پال ولس  هم تر  کاظمین پورې د زیارتوالو لاریون کونکو په لارو کې د امام بزرګوار د زیارتوالو  د میلمه پالنې موکبونو په منظمولو سره  ددغه زیارت په ثواب کې ځانونه شریک کوي.

د کاظمین په لارو کې ددغو ولولناکو لاریونونو او د مینه والو د مینې نندارې د انخورونو په بڼه ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږی.

https://iqna.ir/fa/news/4122284/%D

captcha