ایکناد الجزیره له قوله راپور راکړ، یوه بریتانوی خبریال ، سویډ ددغه هیواد په خاورې کې د قرآن کریم د سپکاوي داجازت د ورکولوپه دلیل په 1930 لسیزې کې د نازي جرمني په څير وبلل ، هغه مهال چې کتابونه په دې ادعا سره چې ورانونکي دي ، یا د نازیزم مخالفې آئيډیالوجۍ دودوي سوځول ئې.
کارټر په دغې اعتراضیه غونډې کې چې په لندن کې د سویډ د سفارت په وړاندې جوړه شوې وه ، د قرآن کریم د سوځونې لپاره د سویډ د چارواکو د مجوز په ورکولو باندې په اعتراض کې ئې یوه ډیره سختې لهجې څخه ډکه وینا وکړه .
هغه د سویډ حکومت ته د یوه پیغام په لیږلو سره ووئيل ، اروپا ته د مسلمانانو دمهاجرت او له اسلامه ستاسو غیر منطقي ویره اوناپوهي ، د عدالت او حقیقت د معنا درک کونې ته د بې شرمه بې توجهۍ په اساس ده. کارټر په دوام کې ووئيل، تاسو مدعی ئۍ چې دبیان د آزادۍ مدافعان او دډيموکراسۍ حیرانونکي نمونه یاست ،خو دددغې نړۍ د پیغام او ترټولو لوي کتاب او شعر او ادبیات ،یعني قرآن کریم سوځوئ، دنازي جرمني په شان د کتاب او ادبیاتو نابودی دودوئ تاسو ته شرم پکار دی وشرمیږئ.
هغه ووئيل، واقعیت دا دی چې مسلمانانو په کافي اندازه زغملې ده ، پر مسلمانانو د اسلامی نړۍ په هیوادونو او نورو هیوادونو کې له سپکاویو او یرغلونو سره مخ دي او په لویدیځي هیوادونو کې د مسلمانو میرمنو له سرونو سکارف اوحجاف په زوره غورځول کیږی.
د بریتانوي خبریال کارټر څرګندونې په پراخ ډول په ټولنیزو چینلونو کې خپرې شوي او کارؤنکو د مسلمانانو او دهغوي دمقدساتو په سپکاویو کې د سویډ او نورو لویدیځي هیوادونوپه چارواکو باندې په نیوکو کې د هغه سختې لهجې څرګندونې ستایلی دي.