ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ، د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت او د کربلا دحماسی پاڅون د شپو ورځو په رانزدیکیدا سره د نړۍ د نورو سیمو په شان د افغانستان کابل او ځيني نور ښارونه هم په ویر او ماتم کې ډوب شوي او دحسینی عزادارۍ یو غمجنه او ولولناکه فضا ئې خوره کړې ده.
په راپور کې وئيل شوي دي چې د کابل ښار د زیاتره ښاریزو کورونه ،دکانونه ،کوڅې او لارې د آدم د ترټولو غوره اولاد په غم کې د غمجنیدا د نښې په توګه په تورو ،سرو او شنو بیرغونو پوښل شوي دي ااو د کابل او د نورو ښارونو سیمو اوسیدونکو یوځل بیا د نیوبت او رسالت له کورنۍ سره خپل تل پاتې عشق او محبت نندارې ته وړاندې کړی او د اسلام د ګران پيغبمر حضرت محمد مصطفی دغوښتې د اجابت په مقام کې راوتلی چې فرمائيلي ئې دي ؛ «لا اسئلکم علیه اجراً الاّ المودۀ فی القربی».
ایکنا د افغانستان د کابل ښار ځینی برخې چې له رسول الله(ص) او دهغه بزرګوار له کورنۍ سره ئې د حسینی مینه والو مینه او عشق نندارې ته وړاندې کړی ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.