IQNA

د غزې په جنګ کې امریکائي حکومت د صهیونیست رژیم په جنایاتو کې شریک دی

21:35 - February 14, 2024
د خبر لمبر: 3488717
ایکنا-  د امریکا یوه مشهور ډیموکراټ سناټور خبرداری ورکړي چي په غزې باندې د اسرائیلي رژیم د بریدونو د امله یو میلیون او ۷ لکه فلسطینیان بې کوره شوي او په لسګونو زره فلسطیني ماشومان د لوږې په خاطر له مرګ سره مخ دي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ورمونت د ایالت سناټور رسنیو ته وویل چي واشنګټن د غزې د جنګ د مالي لګښت د برابرولو په خاطر د صهیونیست رژیم سره په دغه جنګ کې ملګرتیا کوي.

آمریکایي سناټور برني سندرز د دې په بیانولو چي امریکا په غزې کې د اسرائیل د جنګ د مالي لګښتونو د تامینولو په خاطر، د اسرائیل رژیم له لورې د فلسطین د مظلوم ولس په نسل وژنه کې شریکه ده، وویل: صهیونیست رژیم له ۲۸ زره زیات بې ګناه فلسطینیان وژلي او له ۶۲ زرو نه زیات کسان ټپیان کړی چي اکثره په کښې ښځې او ماشومان دي.

 دغه ډیموکراټ سناټور خبرداری ورکوي چي په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو د امله یو میلیون او ۷ لکه فلسطینیان بې کوره شوي او په لسګونو زره فلسطیني ماشومان د لوږې په خاطر له مرګ سره مخ دي.

هغه له دې مخکې هم د اسرائیل د رژیم له جنایاتو د ملاتړ په خاطر د بایډن په حکومت باندې سختې نیوکې کړي وې.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i146204

captcha