ایکنانیوز د الاتحاد له قوله راپور راکوي، د شیخ محمد بن راشد ال مکتوم قرآنی نسخو مرکز چې ددوبئ د قرآن کریم دنړیوالې جایزې په مرکز کې واقع دی ، له ماډرن ټيکنالوجیو څخه په استفادې سره د نړۍ د ډيرو کمو پیداکیدونکو قرآنونو و خطي نسخو په حفظ،مستند سازۍ او نمایش کې مهم رول لري.
په دغه مرکز کې داسې کمې موندونکي ډول ډول نسخې شاملې دي چې د هندوستان،پاکستان،افغانستان،ترکیې ،مصر او سورئې پّ څير له هیوادونو غونډې کړئ شوي دي. همداراز هغه تاریخي او کم پيدا کیدونکي تاریخي نفیس قرآنونه چې په لاس سره لیکل شوي او د طلا په اوبو سره ښکلي اوتزئین شوي ،دغې ټولګې ته ئې ښکلا بخښلې ده.
دغه مرکز همدرااز د ۴۲۰ کلن یوه قرآني نسخې د ساتلو ځاي دی چې له ایرنه اخستل شوې ده او پر دغې خطي نسخې سربیره ، د شیخ محمد بن راشد ال مکتون اشعار هم لري او په دې کې د شیخ خلیفه د نفیس قرآن یو شمیر صفحې هم نمایش ته وړاندې شوي دي
.
په دغه مرکز کې همداراز یوه ځانګړی څآنګه هم دی چې د اماراتي لیکوال عبدالغفار حسین په وسیله ورته ډالۍ شوې ده او ډير زیات ارزښت لري . دغه ټولګه همداراز داسې ارزښتمنې او کم پيداکیدونکي خطي نسخې او قرآنونه لری ، چې هغه د اسلامی نړۍ له مختلفو سیمو غونډې کړي او د اندازې او حجم له نظره ډول ډول دي .
دغه مرکز په ۲۰۱۳ کال کې د دوبۍ په د قرآن د نفیسو خطي نسخو د ساتلو او حفاظت په خاطر افتتاح شوې ده.