ایکنانیوز راپور راکوي، د روژې دمبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر لمونځ پرون چارشنبې ورځې سهار ۸بجې د تهران په امام
خمیني عیدګاه کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي په امامت او د تهران د لکونو خلکو او د هیواد د پوځي او سیاسی شخصیّتونو په شتون سره اقامه شو.
پرون سهار وختی د سهار له لمانځه وروسته د حضرت امام خمیني عیدګاه دروازې پرانیستل شوې او د لمونځ ګوزارو کوربه ؤ او د قرآن د تلاؤت،مناجات او مداحي له هماغه سهار له شپږو بجو راهسې پیل شوې وه.
د اختر له لمانځه روسته د اسلامی انقلاب معظم لارښود خطبې په ژوندئ بڼه د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی رسانۍ یا هماغه د ایران ریډیو او ټيلیویژن ادار له خوا خپرې شوې.